په بدخشان کې چارواکي وایي، څلور پولهساتي سرتېري د سړې هوا له کبله مړه شوي دي.
د امنیه قوماندانۍ ویاند ثناالله روحاني وایي، دغو سرتېرو د تېرې جمعې په ورځ غوښتل د شهدا ولسوالۍ له لارې اشکاشم ته ولاړ شي چې "یاغرده" کوتل کې سړې هوا ژوند ترې واخیست.
روحاني وایي، دغو کسانو باندې همدې کوتل کې واورې را ښویېدلې دي.
وژل شوي سرتېري د زیباک او اشکاشم ولسوالیو لپاره د څلورم او پنځم سرحدي کنډک کارکوونکي وو.
وړمه ورځ د بدخشان کران او منجان ولسوالۍ کې هم یو سرتېری د تګ پر مهال سړې هوا وژلی و.
تر اوسه معلومه نهده چې دغه سرتېري ولې په دې سړه هوا کې پلي تګ ته مجبوره شوي دي.