ایران یو ایراني‌الاصله بریتانوی انسان پېژندونکی په اته کاله بند محکوم کړ

کمیل احمدي

د ایران حکومت هغه ایراني‌الاصله بریتانوی په اته کاله بند محکوم کړ چې کم عمر کې د ودونو او د ښځو د سنتولو په اړه‌یې څېړنه کوله.

محکوم شوی کمیل احمدي نومېږي چې انسان پېژندونکی یا انتروپالوجست (Anthropologist) دی.

د دغه څېړونکي مدافع وکیل امیر ریسیان پرون (د ډسمبر ۱۳مه) وویل، مؤکل ته‌یې "له یوه متخاصم حکومت سره د همکارۍ په تور" د اته کاله بند سزا اورول شوې.

ریسیان پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دوی د دې حکم په وړاندې د استېناف غوښتنه کړې او په خبره‌یې تر اوسه هیله‌من دي.

د ایران نیمه دولتي تسنیم خبري اژانس بیا ویلي، یوې انقلابي محکمې دغه څېړونکی په نهه کاله بند او څه باندې ۷ لکه ډالرو نقدي جریمې تورن کړی.

د بند د دغې متضادې مودې دلیل تر اوسه نه‌دی څرګند شوی.

خپله کمیل احمدي بیا پر ټویټر د ایران حکومت تورن کړی چې ده ته‌یې د هغو څېړنو په بدل کې دغه سزا اورولې چې دی یې د محرومو لږګیو په منځ کې د زیانمنونکو دودونو په اړه کوي.