د افغانستان دفاع وزارت: شکردرې ولسوالۍ کې د طالبانو یو ډلګی مشر ونیول شو

رسنیو ته د دفاع وزارت له لوري د نیول شوي "ډلګي مشر" لېږل شوی انځور

د افغانستان دفاع وزارت وایي، د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې یې د طالبانو یو ډلګی مشر نیولی دی.

وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې عبدالباري له خپلو درېیو ملګرو سره پرون د امنیتي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې ونیول شو.

خبرپاڼه کې راغلي، له نیول شویو کسانو څخه یوه اندازه تجهیزات او پوځي وسایل هم ترلاسه شوي دي.

دفاع وزارت وایي، دغو کسانو د کابل په شمالي ولسوالیو کې د دولتي کارکوونکو د وژنو په وروستیو پېښو کې لاس درلود.

وزارت د دغو نیول شویو کسانو انځورونه هم رسنیو ته لېږلي، خو تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه‌دي ویلي.