په ننګرهار کې د ماین په چاودنه کې څلور ملکیان وژل شوي دي.
د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي پرون ازادي راډیو ته وویل، چاودنه پرون یکشنبه ماسپښین شوې ده.
ښاغلی خوګیاڼی زیاتوي: "د خوګیاڼو ولسوالۍ د زاوې په مربوطاتو کې د وسلهوالو طالبانو له لوري د سړک غاړې ځای پر ځای شوي ماین د ملکیانو پر سراچه ډوله موټر چاودنه کړې چې له بده مرغه په دې پېښه کې څلور ملکیان چې نارینه دي، شهیدان شوي دي."
وسلهوالو طالبانو د دې پېښې په اړه تبصره نهده کړې.