د پاکستان راولپنډۍ ښار کې چاودنې لږ تر لږه ۲۳ کسان ټپیان کړل

راولپنډۍ کې له چاودنې وروسته سیمه کې راټول شوي پولیس

د پاکستان پولیس وايي په راولپنډۍ ښار کې د پولیسو یوه مأموریت ته نږدې چاودنې لږ تر لږه ۲۳ کسان ټپیان کړل.

په پرونۍ چاودنه کې د درېیو ټپیانو وضعیت د اندېښنې وړ ښوول شوی دی.

د ښار د پولیسو یوه افسر محمد احسان یونس خبریالانو ته وویل، چاودنه د هغې چاودېدونکې وسیلې له کبله وه چې د سړک پر غاړه ځای پر ځای شوې وه.

چا د دې چاودنې مسؤلیت نه‌دی منلی.