بلاروس کې د اپوزېسیون مظاهره‌چیانو خورې ورې مظاهرې وکړې

بلاروس کې مظاهره

په بلاروس کې د اپوزېسیون مظاهره‌چیانو په پلازمېنه مېنسک او نورو ښارونو کې خورې ورې مظاهرې وکړې.

د دوی هڅه دا ده چې د سیاسي امتیاز ورکولو لپاره پر زورواکي الکساندر لوکاشینکا فشار راولي.

ځینو مظاهرهچیانو بېلابېل شعارونه ورکول.

پرونۍ مظاهرې په داسې حال کې وشوې چې ټاکل شوې د اپوزېسیون مشره سویتلانا تیخانوفسکایا په جرمني کې په څو مناسبتونو کې راڅرګنده شي.

دا د هغې د هغو هڅو یوه برخه ګڼل کېږي چې د بلاروس د منحصر شوي اپوزېسیون ملاتړ ته د نړیوالو ملاتړ راخپل کړي.

وروسته له هغې چې په اګسټ میاشت کې د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی لوکاشینکا اعلان شو، بلاروس له سیاسي ناکراریو سره لاس و ګرېوان دی.