وحید عمر: افغانستان کې د موقت حکومت ایجاد، یو کاذب خیال دی

د افغان ولسمشر سلاکار او د جمهوري ریاست د عامه او ستراتېژیکو اړیکو رئیس وحید عمر

د افغان حکومت یو چارواکی وايي، په افغانستان کې د موقت حکومت ایجاد، یو کاذب خیال دی.

د ولسمشر سلاکار او د جمهوري ریاست د عامه او ستراتېژیکو اړیکو رئیس وحید عمر پرون یکشنبه په یوه کنفرانس کې وویل: "یو کاذب او تش ذهنیت رامنځته شوی چې د یوې معاملې په نتیجه کې موقت حکومت جوړېږي او هر څوک غواړي خپل ځای په‌کې وټاکي. همدغه کسان چې په موقت حکومت کې د خپل ځای مشخصولو هڅه کوي پر اوسني حکومت انتقاد کوي. موقت حکومت یو سراب او تېر وخت ته ستنېدل یو تش خیال دی."

په دې وروستیو کې په ځینو رسنیو کې د موقت حکومت د تشکیل په اړه ځیني پېشنهادونه شوي دي.

د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په اکټوبر میاشت کې ایران ته د سفر پر مهال ویلي وو، موقت حکومت د افغانستان د سولې له پروسې سره مرسته نه‌شي کولای.