د افغانستان د جمهور رئیس د لومړي مرستیال امرالله صالح وروستیو څرګندونو ته له غبرګون وروسته د نوموړي دا خبرې سمې بللې دي.
ښاغلي صالح تېره ورځ د هغه کسانو له قوله چې نوموړی يې "طالب داعشیان" بولي پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي وو چې کله بندیان يې اعدام شي نو دغه ډله به په کابل د شیعه ګانو په مسلخ بدل کړي.
د ښاغلي صالح دې څرګندونو پراخ غبرګونونه راپارولي، خو د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال د دفتر د رسنیو او عامه اړیکو رئیس رضوان مراد وايي، د ښاغلي صالح موخه خلکو ته د افغانستان د دښمنانو ور پېژندل وو: "د جمهور رئیس د لومړي مرستیال د خبرو موخه دا ده چې خلک باید پوه شي چې د افغانستان دښمنان په ځانګړي ډول طالبان، داعش، القاعده او نورې تروريستي ډلې چې په افغانستان کې ورانکاري فعالیتونه کوي څوک دي؟ د کوم فکر خاوندان دي؟ له کومې فتنې او وحشت نه ګټه اخلي؟ څو خپلو موخو ته ورسېږي."
ښاغلي مراد وویل چې لومړی مرستیال غواړي چې له دې وروسته د وسله والو او د دوی د نیتونو په اړه مصلحت نه وي موجود. خو د امرالله صالح دا څرګندونې د شیعه مذهبو رهبرانو او سیاسیونوله پراخو غبرګونونه سره مل وې. د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت د ګوند مشر محمد محقق پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي دي: "د حکومت د یو لوړ پوړي چارواکي له خوا د طالبانو له لوري د شیعه ګانو د وژنې خبره د شعیه ګانو پر وړاندې روانۍ ناامنۍ ته شدت ورکوي." |
دغه شان د مصالحې د عالي شورا سیاسي مرستیال اسدالله سعادتي د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ښاغلي صالح څرګندونې له ترهګرۍ سره ملګرتیا بللې ده. ښاغلي سعادتي ازادي راډيو ته وویل: "د ترورېزم یو اړخ د ویرونکو پیغامونو خپرول دی، څو د خلکو په منځ کې وېره خپره شي، نو ځکه د ترورېزم له موخو سره په غوښتل شوي او نه غوښتل شوي ډول د همکارۍ د څرنګوالي د پیغام رسول دي، دغه ډول څرګندونې غیر مسولانه دي." ښاغلي سعادتي دغه شان په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د بېلابېلو ولایتونو خلکو د دغه څرګندونو په اړه له ده سره اړیکې نیولي او اندېښنه يې ښودلې ده. دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو څو کلونو کې پر افغان شعیه ګانو په بېلابېلو په ځانکړي ډول د کابل په دشت برچي کې خونړۍ حملې شوي چې د دېرو هغو مسوولین يې داعش ډلې منلی دی. |