د پاکستان ډيموکراټیک خوځښت لاهور کې د حکومت ضد غونډه کوي  

ارشیف، د پاکستان لاهور ښار یو جومات

د پاکستان ډيموکراټیک خوځښت نن په لاهور کې د حکومت ضد غونډه کوي.

د یوولسو ګوندونو د ګډ ائتلاف ویاند میا افتخار حسېن د ازادې اروپا/مشال راډیو ته وویل په دې سربېره چې کورنیو چارو وزارت ورته د غونډې اجازه نه ده ورکړې دوی به د لاهور په مېنار کې خپله غونډه ترسره کړي.

حسین وویل، اکثر مشران دې سیمې ته رسیدلي او ټول چمتووالی نیول شوی دی.

د پنجاب اعلی وزير عثمان بزادار په لاهور کې خبريالانو ته وويل چې د کرونا ویرس له کبله حالات ښه نه دي نو ځکه د اپوزیسیون ګوندونو ته د غونډې اجازه نه ورکوي.

عثمان بزادار زياته کړه چې د کرونا ویرس مثبتو پېښو شمېر ورځ تر بلې زياتيږي. د ده په وینا، که اپوزیسیون غونډه وکړه پرضد به یې قانوني چلند وشي.

پاکستان ډيموکراټیک خوځښت تر اوسه د پنجاب په ګوجرنواله او ملتان، د سیند په کراچۍ، د بلوچستان په کوټه او د خېبر پښتونخوا په پېښور کې د حکومت ضد جلسې کړې دي.

یاد ائتلاف د عمران خان استعفا او د رڼو انتخاباتو ترسراوی غواړي هغه غوښتې چې عمران خان او د هغه حکومت په کلکه رد کړي.