"له ایران او پاکستانه افغانستان ته د نشه يي توکو قاچاق زیات شوی"

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

افغان چارواکي وايي، له ایران او پاکستانه افغانستان ته د شیشې او هیروئینو د تولید لپاره د کیمیاوي موادو قاچاق زیات شوی دی.

له مخدره موادو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد ازادي راډیو ته وویل، د شیشې او هیروئينو د تولید لپاره کیمیاوي مواد اتیا فیصده له لویدیځ ګاونډ (ایران ) او پاتې برخه له ختیځ ګاونډ (پاکستان ) ته راوړل کېږي.

ښاغلي مؤحد که څه هم د موادو کره اندازه یاده نه کړه، خو ویې ویل چې د سږکال له پیل تر لیندۍ میاشت پورې دوی ته د شیشې او کیمیاوي موادو د قاچاق څه دپاسه دوه سوه قضیې راپور شوي دي.

له مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې د ملګرو ملتونو اړوندې ادارې هم راپور ورکړی چې افغانستان ته له ایران او پاکستانه د شیشې د قاچاق په زیاتېدو سربېره طالبان د شیشې په تولید کې ډېره ونډه لري.

وسله والو طالبانو د دغو راپورونو په اړه تبصره نه ده کړې.

ایراني او پاکستاني چارواکو هم تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.