مالیې وزارت: ۱۳۹۹ کې د عوایدو راټولولو ټاکلی هدف نه دی ترلاسه شوی

عکس تئزیني بڼه لري

د افغانستان د مالیې وزارت وایي، په ۱۳۹۹کال کې د عوایدو راټولولو ټاکل شوی هدف نه دی ترلاسه کړی.

د دغه وزارت ویاند شمروز مسجدي نن د یکشنبې (د لېندۍ ۲۳مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغه ستونزه بېلابېل عوامل لري.

دغه وزارت د خصوصي او دولتي شرکتونو او ارګانونو له لوري په خپل وخت د مالیاتو نه ورکول، د هېواد پر اقتصاد د کرونا ویروس منفي اغېزې، د کرونا ویروس له امله قرنتین او د دغه ویروس د لومړۍ څپې پرمهال د افغانستان د عمده بندرونو تعطیلي، د عوایدو د کمېدو عمده لاملونه یادوي.

ښاغلی مسجدي وايي، د دغه وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین محمدعیسی قدرت د ملي عوایدو عالي بورډ په غونډه کې چې ولسمشر حضور درلود په دې اړه تیره ورځ ناوخته یو بشپړ راپور وړاندې کړی .

نوموړی دا هم وايي، چې جمهور رئیس غني د یاد راپور له اورېدو وروسته ویلي چې مالیې وزارت او اړوند ادارې په ځانګړي ډول د ملي عوایدو بورډ باید په ۱۳۹۹ کال کې د تعیین شویو عوایدو راټولو په خاطر د موخو ترلاسه کولو لپاره، لازیاتې هڅې وکړي.

د افغانستان د مالیې وزارت په ١٣٩٩ میلادي کال کې۱۷۷ میلیارده افغانۍ هدف ټاکلی و چې تراوسه دا هدف نه دی پوره شوی.