کابل ښار کې چاودنې ۲ تنه وژلي او ۲ نور ټپیان دي

کابل کې چاودنه

د کابل پولیس وايي چې د ښار په ۱۵مه حوزه کې چاودنې ۲ تنه وژلي او ۲ نور ټپیان دي.

د دې برید چې د سهار په ۷ بجې او ۴۵ دقیقې وشو، هدف د ولسي جرګې غړی توفیق وحدت و، خو نوموړی له پېښې روغ وتلی دی.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وویل چې دا پېښه د خیرخانې مېنې پروان هوټل ته نږدې د یوه مقناطیسي بم د چاودنې په نتیجه کې شوې ده.

ښاغلی فرامرز زیاتوي: "

ښاغلي فرامرز زیاتوي،"نن سهار د کابل د ۱۵مې ناحیې اړوند پر یوه لنډکروزر موټر مقناطیسي چاودنه شوې چې په پایله کې دوه تنه وژل شوي او دوه تنه نور برسېرن ټپیان دي."

د کابل د پولیسو ویاند د کابل په اتمه ناحیه کې هم د یوه څارنوال له وژل کېدو خبر ورکوي.

فردوس فرامرز ازادي راډیو ته وویل، څارنوال حبیب‌الله د نامعلومه وسله‌والو له‌خوا نن سهار په کارتې نو سیمه کې ترور شو.

تر اوسه د دې دواړو پېښو مسؤلیت چا نه‌دی منلی.