د افغانستان دفاع وزارت: کندهار کې د طالبانو ۱۶ بوشکه‌یي ماینونه شنډ شول

ارشیف، کندهار کې کشف شوي بوشکه‌يي ماینونه

د افغانستان دفاع وزارت وایي، د کندهار میوند ولسوالۍ کې یې ۱۶ بوشکه‌یي ماینونه شنډ کړي دي.

وزارت تېر ماښام یوه خبرپاڼه کې وویل، دغه ماینونه طالبانو د میوند (خاک چوپان) سیمه کې ځای پر ځای کړي وو.

خبرپاڼه کې راغلي، دا چې ماینونه د لېږد وړ نه‌وو، تېره ورځ همدې سیمه کې چاودنه ورکړل شوې ده.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د کندهار ارغنداب، میوند او یو شمېر نورو ولسوالیو کې تازه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او طالبانو ترمنځ خونړۍ جګړې وشوې.