د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دغه هېواد کې د روان وضعیت په هکله د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې پرېکړهلیک وستایه.
دغه پرېکړهلیک کې چې د ډسمبر په ۱۰مه تصویب شو، افغانستان کې د تاوتریخوالي روان وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی او د افغانانو په مشرۍ د سولې خبرو باندې ټینګار شوی دی.
د بهرنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه پرېکړهلیک د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو په برخه کې د نړیوالې ټولنې د غوڅ ملاتړ ښکارندویي کوي.
خبرپاڼه کې د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په حواله ویل شوي: "دا پرېکړهلیک د ترهګریزو پېښو د زیاتوالي او شدت په اړه د افغانستان او ملګرو هېوادونو اندېښنې منعکسوي."
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش څو ځله په نړۍ کې له جنګېدونکو وسلهوالو ډلو وغوښتل چې د کرونا وبا په خاطر اوربند وکړي، خو افغانستان کې دغې غوښتنې ته ځواب نهدی ویل شوی.