ارمنستان: اذربایجان د نګورنو قره‌باغ پر سر له شوي اوربند سرغړونه کړې

نګورنو قره‌باغ

ارمنستان په اذربایجان تور لګولی چې د نګورنو قره‌باغ د جګړې پر سر د شوي اوربند سرغړونه‌یې کړې ده.

د ارمنستان د دفاع وزارت ویلي، اذربایجاني ځواکونو (پرون د ډسمبر ۱۲مه) په هغو سیمو بریدونه کړي چې د ارمني ټبره ځواکونو له‌خوا ساتل کېږي.

د اذربایجان دفاع وزارت بیا په یوه خبرپاڼه کې د ارمنستان پوځ په (تحریک کوونکو) کړنو تورن کړی او ټینګار یې کړی چې اوربند نه‌دی مات شوی.

نګورنو قره‌باغ کې د پوځ چارواکو ویلي، د دوی درې سرتېري په تازه نښتو کې ټپیان شوي دي.

په سیمه کې د روسیې سوله‌ساتي پوځ چې د اوربند څارنه کوي، بې له دې چې کوم لوری ملامت کړي، له اوربنده سرغړونه تأیید کړې.

دوی خبریالانو ته ویلي چې د وړو وسلو د ډزو غږونه‌یې ثبت کړي دي.