روسیې څلور ازمیښتي قاره ویشتونکي توغندي وتوغول

ارشیف، روسیه کې یو توغول شوی توغندی

روسیې څلور ازمیښتي قاره ویشتونکي توغندي په بریالۍ توګه وتوغول.

دا خبره د روسیې د دفاع وزارت پرون (د ډسمبر ۱۲مه) نېټه وکړه.

وزارت ویلي، دغه توغندي د اوخوتسک (Okhotsk) سمندر کې تر اوبو لاندې یوې بېړۍ څخه توغول شوي دي.

د راپورونو له مخې، د توغندیو ټولې سروکې یا سرګولولې د ۵،۵۰۰ کیلو مترو په واټن په خپل هدف لګېدلې دي.