په بلخ کې لسګونه ښځو د ۹ کلن ماشوم د خوشې کېدو په خاطر لاريون وکړ

بلخ کې د مېرمنو د لاريون انځور

په بلخ کې لسګونه ترکمنو ښځو د انسان تښتونکو له منګلو د یوه ۹ کلن ماشوم د خوشې کېدو په خاطر احتجاج وکړ.

قهرېدلو لاريون کوونکو چې غوښتل یې ځان د بلخ والي د دفتر دروازې ته ورسوي د پولیسو له ممانعت او وهل ټکولو سره مخ شول.

د بلوا ضد ځواکونو د مظاهره کوونکو د تیتولو لپاره د اوبو د پاشولو له وسایطو هم کار واخیست.

احتجاج کوونکو د " مونږ عدالت غواړو" شعارونو په لېږدولو سر د 9 کلن عبدالرووف د خوشې کېدو غوښتنه کوله.

پري یوه له احتجاج کوونکو وويل: "مونږ عدالت غواړو او باید عبدالرووف ژر تر ژره آزاد شي."

عبدالرووف ۴۸ ورځې دمخه له مزارشریف ښار څخه هغه مهال په پوځي جامو ملبس کسانو لخوا وتښتول شو، چې ښوونځي ته په لار و.

د بلخ امنيې قوماندان سید معراج سادات وايي چې د عبدالرووف د خوشې کېدو په خاطر ۱۴ عملیات بې پایلې ختم شوي.

د دغو عملیاتو په ترځ کې یو پولیس وژل شوی او یو بل ټپي دی.

د ملي امنیت ادارې او د بلخ پولیسو پنځه تنه د دغه ماشوم د برمته کولو په تور نیولي.

برمته شوي عبدالرووف ته د عدالت غوښتنې په موخه تېره اونۍ هم ترکمنانو په شمال کې د حیرتان او آقنې بندرونو لارې تړلې وې.