روسيه: مسکو د ایران پر وړاندې د امریکا د بندیزونو ردولو ته دوام ورکوي

سرګي لاوروف

د روسیې د بهرنیو وزیر وايي، مسکو به د ایران پر وړاندې د امریکا د متحدو ایالتونو د بندیزونو ردولو ته دوام ورکړي.

سرګي لاوروف دا خبره په هغه مرکه کې وکړه، چې د ایران له دولتي ټلویزیون نه خپره شوه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل، مسکو به د مجازاتوونکو اقداماتو پر نویو لارو چارو غور کوي.

ښاغلي لاوروف زیاته کړه: "مسکو نه یوازې دغه یوطرفه بندیزونه ردوی، بلکې د ایران د مشخصو اقداماتو ملاتړ کوي."

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل، د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له ایران سره د روسیې د تجارت وده ۸ فیصده زیاته شوې ده.

ده زیاته کړه، چې د کرونا ویروس له کبله لګول شویو محدودیتونو هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ دغه اندازه کمه نه کړه.