کندز کې د سپین زر فابریکه بيا فعالېږي

آرشیف

د کندز سپين زر فابريکه خپل فعاليت بیا پيلوي.

دا تصدي تر ډېره د غوړيو او صابون جوړولو په برخه کې فعالیت کوي، چې د کورنیو جګړو پرمهال زیانمنه شوې وه.

د کندز د سپين زر تصدۍ رييس ذبيح الله زاهد وويل، چې د کندز سپين زر فابريکې د بيا فعاليدو لپاره نوې ماشينونه هم پېرودل شوي دي.

نوموړي وويل، چې دغه ماشينونه د ١٢٠ زره امريکايي ډالرو په ارزِښت د افغانستان او ازبېکستان هېوادونو د هوکړه ليک له مخې د يادې فابريکې د بيا فعالېدو په خاطر پېرودل شوي او کندز ته انتقال شوي دي.

د ښاغلي ذاهد په خبره، دغه پنځه نوي ماشينونه په ٢٤ ساعتو کې د لسو ټنه غوړيو توليد ظرفيت لري.

هغه زياته کړه، چې د دغې تصدۍ په بېرته فعالېدو سره به سلګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.