ایران او ترکیې د یو بل سفیران احضار کړي

د ايران او ترکیې بيرغونه

ایران او ترکیې په تهران او انقره کې د یو بل سفیران احضار کړي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده د جمعې په ورځ وویل، چې د ترکیې سفیره دریا اورس احضار شوې او د ولسمشر رجب طیب اردوغان له خوا د یوه شعر د لوستلو په باب یې د ایران اعتراض ور اورولی دی.

اردوغان پنجشنبه اذربایجان ته په سفر کې د اراز سیند په اړه یو شعر ووایه.

په دې شعر کې د اذربایجان یوه سیمه یاده شوه، چې په ۱۹ مه پیړۍ کې د روسیې او ایران تر منځ ویشل شوې وه.ه

اخوا د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت هم د ایران سفیر محمد فرازمند احضار کړی او د ایران د بهرنیو چارو د وزیر محمد جواد ظریف د وروستي ټويټ په اړه یې اعتراض کړی.

ظریف د اردوغان شعر د اذربایجان په چارو کې لاسوهنه یاده کړې وه.

د اناتولیا د خبري اژانس د راپور له مخې ترکي چارواکو ویلي، که ایراني چارواکو کوم شکایت درلود ښه به وای چې له خپلو رسمي شبکو یې خپور کړی وای.

ترکیه او ایران په سیمه کې د اذربایجان له اصلي ملاتړو يادېږي او دواړو له ارمنستان سره په جګړه کې د اذربایجان ر اړخیز ملاتړ وښود.