ناټو له افغان پوځیانو سره د سلګونه ټنو درملو مرسته کوي

آرشیف

ناټو سازمان په ډسمبر او له هغه مخکې نومبر کې افغان پوځیانو ته د سلګونه ټنو درملو د مرستې خبر ورکړی.

د ناټو د اعلامیې له مخې چې پرون جمعه خپره شوې دا مرستې به د ناروغیو پرمهال او هم په ویروسونو د اخته کېدو د مخنیوي لپاره د افغانستان د ملي اردو د ځواکونو وړتیاوړې زیاتې کړي.

د ناټو د تدارکاتو او ملاتړ ادارې ویلي، چې د درد ضد درمل، ویتامینونو، انټي بیوټیکو، پولیو واکسین، عفونت ضد مایع او لومړنیو مرستو محمولې په څو ځانګړو الوتکو کې افغانستان ته رسیدلي او مرستې به دا میاشت هم روانې وي.

د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د ډسمبر په لومړیو کې د غوڅ ملاتړ د ماموریت لپاره له خپل قوي هوډ او ملاتړ ډاډ ورکړ.

د ناټو د تدارکاتو د ادارې په اعلامیه کې راغلي چې تر ۲۰۲۴ کاله پورې د افغان ځواکونو د مالي ملاتړ ژمنه شوې ده.