په افغانستان کې امریکايي ځواکونو په ژیړۍ د هوايي برید ننګه وکړه

آرشیف

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند په ژیړۍ ولسوالۍ کې د هوايي برید پر مهال ملکیانو ته د مرګژوبلې د رسېدو په تړاو د طالبانو ادعا بې اساسه بللې ده.

ډګروال سني لګیټ جمعه ماښام په خپل ټوېټر لیکلي چې برید د پنجشنبې په ورځ د افغان ځواکونو د دفاع لپاره شوی دی.

هغه زیاته کړې چې له افغان امنیتي ځواکونو د دفاع په نیت د بریدونو هر ډول ځواب د امریکا متحده ایالتونو او طالبانو له هوکړې سره په ټکر کې نه دی.

له دې مخکې د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ادعا کړې وه چې په ژیړۍ ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو په هوايي برید سره ۱۰ تنه ملکیان وژل شوي او دوه تنه نور هم ټپيان دي.