د "رفیق حریري" د وژنې په جرم یو کس ۵ ځله پر عمري قید محکوم شوی 

رفیق حریري

د ملګرو ملتونو ملاتړ لرونکي یوې محکمې د لبنان د حزب الله ډلې یو غړی په غیاب کې د دې هيواد د پخواني صدراعظم رفیق حریري په وژنه کې د لاس لرلو په جرم پنځه ځلې په عمر قید محکوم کړی دی.

دې محکمې د جمعې په ورځ وویل، سلیم عیاش په ۲۰۰۵م کال کې بیروت کې هغه چاودونه کې مهم رول درلود چې رفیق حریري په کې ووژل شوي.

ملګرو ملتونو او لبنان په دې اړه د شواهدو له راټولولو وروسته، ۲۰۰۷م کال کې د دې پېښې د څېړنو لپاره په هالنډ کې محکمه جوړه کړه او څلور مشکوک کسان یې د هغوی په غیاب کې محاکمه کړل.

حریري له لویدیځو هېوادونو او په خلیج کې له سني عرب هېوادونو سره نژدې اړیکې لرلې او په لبنان کې د ایران او سوریې د نفوذ لپاره یو ګواښ ګڼل کېده.