کندهار کې د اور د لګېدو په پېښه کې د یوې کورنۍ ۷ غړي وژل شوي

ارشیف

د کندهار ښار په پنځمه حوزه کې په یوه کور کې د اور د لګېدو په پېښه کې د یوې کورنۍ ۷ غړي وژل شوي.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي ازادي رادیو ته وویل، په دې کور کې اور تېره شپه د ګازي بخارۍ څخه لګېدلی دی.

هغه زیاته کړه: "د نوراني مینې په سیمه کې، یوه کورنۍ کې د ګاز د اورلګېدنې له کبله یوه کورنۍ کې پنځه ماشومان او یوه دوه ښځې مړې شوې دي."

بارکزی د پيښې علت بې احتیاطي وبلله او له خلکو یې وغوښتل چې د ژمې په ساړه موسم د هغو ګازي وسایلو سره احتیاط وکړي، چې د کورنو د تودولو لپاره یې کاروي.

په همدې ژمې کې تر دې مخکې هم په افغانستان کې د ګازي بخاریو د ناسمې کارونې له کبله د یو شمېر نورو کسانو د مړینې راپور هم ورکول شوی دی.