د اریانا ټلویزیون د سیاسي خپرونو چلوونکی فردین امیني وژل شوی

فردین امیني

په دوو پرلپسې ورځو افغانستان کې د دویم خبریال د مرګ خبر ورکړل شوی دی.

پولیس وايي، د اریانا نیوز د خپرونو چلونکی فردین امیني، د کابل د یو غره په لمن کې په ټپي حالت کې موندل شوی، چې غاړه یې پرې شوې وه.

هغه وروسته روغتون کې ومړ.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین پر خپل ټویټر لیکلي چې لومړنۍ نښې ښيي چې فردین امیني ځان وژنه کړې خو د فردین ورور بکتاش امیني ازادي راډیو ته ویلي ورور یې په مرموز ډول وژل شوی دی.

د اریانا نیوز ددې خبریال د مرګ خبر په داسې ورځ خپرېږي چې ترې یوه ورځ مخکې په ننګرهار کې انعکاس ټلویزیون خبریاله او ویانده ملاله میوند ووژل شوه.

د ننګرهار چارواکو ویلي د ملالې د قتل په تور یې دوه کسان نیولي.

د داعش وسله والې ډلې ددې وژنې پړه منلې ده.

بل خوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د یو داسې مشکوک کس ویډیويي اعتراف خپور کړی چې ددې وزارت په وینا د ازادي راډیو د وژل شوي خبریال الیاس داعي په قتل کې یې لاس درلود.

الیاس داعي یو میاشت مخکې په لښکرګاه کې د ده په موټر پورې د نښلول شوي ماین چاودنې ووژاه.