د افغانستان نوموتی لیکوال "رهنورد زریاب" خاورو ته وسپارل شو

د رهنورد زریاب قبر

د افغانستان د نوموتي لیکوال رهنورد زریاب د جنازې او تدفین مراسم نن په کابل ښار کې ترسره شول.

د دري ژبې د دې لیکوال د تدفین په مراسمو کې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر سربېره حکومتي چارواکو، فرهنګي شخصیتونو او خبریالانو ګډون کړی و.

رهنورد زریاب نن سهار د ۷۷ کلونو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له کبله کابل کې ومړ.

جمهور ریس غني په یو بیان کې د رهنورد زریاب مړینه لویه فرهنګي ضایع بللې ده.

ارګ په دې اړه خپاره کړي بیان کې ویلي، رهنورد زریاب "اوږده کلونه د لیکوال، داستان لیکونکي او د رسنیو، ادب او فرهنګ د برخو د فعال په توګه تېر کړي او مهم اثار ترې په میراث پاتې دي. "

رهنورد زریاب د کابل پوهنتون د ژورنالیزم له څانګې لیسانس ترلاسه کړی و او د بریتانیا د جنوبي ویلز پوهنتون کې یې په دې برخه کې تخصص ترلاسه کړی و.

نوموړی د اویایېمې لسیزې په لومړیو کې فرانسې ته کډوال شو، خو د طالبانو د نظام له نسکورېدو وروسته بېرته کابل ته ستون شو.