چارواکي: کابل ښار ته د نشه یي ګولیو د قاچاق په تور ۵ تنه نیول شوي

ارشیف

پنځه تنه په داسې وخت کې ونيول شول چې غوښتل يې نشه يي ګولۍ او نور نشه يي مواد کابل ښار ته قاچاق کړي.

د کابل د امنيه قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز ازادۍ راډيو ته وويل، له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د موټرو د تلاشۍ پر مهال د خيرخانې په کوتل او پلچرخي سيمو کې لس کيلوګرامه چرس او (۱۹۲۲) ټابلیټ کا ګولۍ په دوو موټرو کې ونيولې.

د دې نشه يي موادو د قاچاقو په تور درې تنه هم نيول شوي دي.

د پروان ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې دوه تنه په داسې حال کې ونيول شول چې غوښتل يې (۱۹) کيلوګرامه چرس د افغانستان له شمالي ولايتونو څخه کابل ښار ته قاچاق کړي.