په نورستان کې خلک په روغتیايي مرکزونو کې د درملو او نورو اسانتیاو نشتوالي ستونزو سره مخ کړي دي.
د دوي په خبره چې له یوې خوا د کرونا دوهمه څپه پیل شوې، بل خوا یخنې ده او په روغتیایي مرکزونو کې د ناروغانو لپاره هېڅ اسانتیاوې نه شته دي.
د لویديځ نورستان د دواب ولسوالۍ قومي مشر حاجي میراجان وویل: "درمل نشته، د ودانیو د ترمیم پېسې يي نه دي ورکړي، بامونه څاڅي، اوبه يي په ناروغانو راځي، یخنې ده، په کوټو د پلاسټيک او خاورې اچولو پېسې نه دي ورکړل شوي، د اعاشې پېسې نه شته، اوس دومره مخلوق کلنیک ته راځي، دوا نشته، ناروغان چې راځي ډاکټرانو ته لاس اچوي او ورته وايي درمل تاسو پلورئ."
خلک وایي، په ولایت کې يي د واورې اورښت او یخنې پیل شوي او ورسره د کوېډ۱۹ ناروغۍ دوهمه څپه هم شروع شوې.
د دوي په خبره چې په هر کور کې په زکام، سینه بغل او په تبه اخته ناروغان پراته دي .
د عامې روغتیا رئیس ډاکټر ذکي الله ستوري ازادۍ راډیو ته وویل: "په نورستان کې مو د روغتیايي کار کوونکو دمعاشونو ستونزه حل کړې، ټولو ته د څلورو میاشتو معاشونه ورکړل شوي دي، د کلینیکونو ګرمولو، د ناروغانو د خوراک او اغوستلو وسایل مو هم یو څه اخستي دي، د درملو ستونزه شته، هغه به هم په راتلونکي اونۍ کې په کابل کې واخیستل شي او ټولو روغتیايي مرکزونو ته به ورسول شي."
د روان لمرېز کال له پیله د نورستان په روغتیايي مرکزونو کې د درملو کموالي او د روغتیايي کار کوونکو د معاشونو د نه ورکړې له امله د یاد ولایت په ۴۲ کلینیکونو کې ډاکټرانو څه باندې دوه میاشتې کاري اعتصاب وکړ.
د ډاکټرانو د معاشونو ستونزه تر یوه حده حل شوې خو د درملو او نورو اسانتیاو د نشتون مشکل لاهم په خپل ځای پاتې دی.