د خوړو نړیوال پروګرام په روم کې د ملګرو ملتونو د دې ادارې په مقر کې د نوبل د سولې جایزه ترلاسه کړله.
ډېوېډ بیسلي پرون د دې جایزې ترلاسه کولو په مناسبت په انلاین مراسمو کې وویل: "ګڼو وسلوالو شخړو، اقلیمي بدلون، د یوې سیاسي او پوځي وسیلې په توګه د لوږې کارولو او نړیوالې روغتیایي وبا- شا و خوا ۲۷ ملیونه وګړي د لوږې خوا ته ټېل وهلي دي."
د نوبل نارویژي کمېټې د خوړو نړیوال پروګرام ته د سولې جایزه د دې ادارې د هغو هڅو له کبله ورکړه، چې په شخړو کې له لوږې د وسلې په توګه د کارونې د مخنیوي لپاره یې کړې دي.