افغانستان په نړۍ کې د خبریالانو لپاره تر ټولو خطرناک هېواد وبلل شو

د عکس ښي لور ته الياس داعي او چپ لور ته يما سياوش

د ژورنالیستانو ملي ټولنې افغانستان په نړۍ کې د خبریالانو لپاره یو له درو تر ټولو خطرناکو هېوادونو څخه وباله.

دې ټولنې، چې مرکز يې په بریتانیا کې دی، په ننګرهار کې د افغان ژورنالیستې او ویاندې ملالې میوند وژنه په کلکو ټکو غندلې او ویلي یې دي، چې د ژورنالیستانو نړیوال فدراسیون په نړۍ کې د خبریالانو د وژنو په اړه په خپل تازه راپور کې څرګنده کړې چې افغانستان د ژورنالیستانو لپاره د نړۍ یو له لسو تر ټولو خطرناکو هېوادونو څخه دی.

په دې راپور کې ویل شوي، چې په تېرو ۳۰ کلونو کې په افغانستان کې ۹۳ ژورنالیستان وژل شوي.

په راپور کې دغه راز راغلي، چې په روان ۲۰۲۰ م کال کې افغانستان د خبریالانو لپاره درېم تر ټولو خطرناک هېواد دی.