د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالي کې د بار وړونکو موټرو چلوونکو د هغه څه په خلاف اعتراض کړی چې دوی یې په لویو لارو کې د پیسو غیرقانوني اخیستل بولي.
دوی امنیتي ځواکونه تورنوي چې بې دلیله ورڅخه پیسې غواړي.
د لاریو او کانتینرو چلوونکو له تېرو ۴ ورځو راهیسې خپل نقلیه وسایل په اورګون کې درولي او وايي، تر هغو کار ته دوام نه ورکوي چې د غیرقانوني باج اخیستو مخه نه وي نیول شوې.
د پکتیکا چارواکو د موټرچلوونکو د شکایت په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.