پاکستان يو وار بيا د افغان سولې ملاتړ وکړ

شاه محمود قريشي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي یو وار بیا وویل، چې هېواد یې په افغانستان کې د سولې ملاتړ کوي او سوله ییز افغانستان د پاکستان او سیمې په ګټه دی.

ده دا خبره پرون په اسلام اباد کې د پاکستان لپاره د افغانستان له نوي سفیر نجیب الله علي خېل سره په کتنه کې وکړه.

قریشي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، چې سوله ییز او باثباته افغانستان به د سیمې له اتصال او اقتصادي پرمختګ سره مرسته وکړي.

په همدې حال کې ښاغلي علي خېل پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې د پاکستان له باندنیو چارو وزیر سره یې د دوو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو لپاره پر پورته شویو ګامونو او د افغانستان د سولې پر پروسې خبرې وکړې.