د اروپايي ټولنې د پارلمان غړیو پرون (پنجشنبه) د انترنيټ له لارې د تروریستي مطالبو د خپرېدو د مخنیوي لپاره سخت مقررات تصویب کړل.
په دې مقرراتو کې دا هم شامل دي، چې که سرغړوونکي په یوه ساعت کې هغه مطالب چې محتوا یې تروریستي وي، لېرې نه کړي، نو لویه جریمه به ورکوي.
د اروپايي کمېسیون مرستیال ريیسې مارګراتیس شیناس وروسته له دې چې د پارلمان غړیو وړاندیز شوې مقرره نهايي او تصویب کړه، وویل :"د نن ورځې موافقه په راتلونکې کې د حملو له مخنیوي سره د مرستې لپاره یو مهم ګام دی."
دې همداراز وویل، چې د پاریس له بریدونو وروسته په اروپا کې امنیت د اروپايي اتحادیې د اجنډا سر ته راوستل شوی دی.