د هرات-خواف اوسپنې پټلۍ پرانیستل شوه

د هرات-خواف د اوسپنې پټلۍ پرانیسته

د افغانستان او ایران ولسمشرانو د هرات-خواف د اوسپنې پټلۍ د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ ودې لپاره ګټوره وبلله.

دغه پټلۍ چې ۲۵۰ کیلو متره اوږدوالی لري، نن په رسمي ډول پرانیستل شوه.

د افغانستان او ایران ولسمشرانو د پروژې د پرانیستې مراسمو ته له لیرې واټنه خبرې وکړې.

محمد اشرف غني وویل، د دې پروژې بشپړېدل دا معنی ورکوي چې دواړه هېوادونه د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا ته ملي اراده لري.

ښاغلي غني زیاته کړه: "د اوسپنې پټلۍ د اسیا په لویه وچه کې د لېږد او ترانسپورټ تر ټولو ګټوره، اغېزناکه او ارزانه لاره ده."

تېره اوونۍ د لومړي ځل لپاره پر دغې پټلۍ په ازمیښتي ډول هرات ته ۵۰۰ ټنه سمنټ وارد شول.