ننګرهار کې خبریاله ملاله میوند ووژل شوه

ملاله میوند

په ننګرهارکې نن سهار د انعکاس په نوم د یوه خصوصي ټلوېزیون خبریاله ملاله میوند ووژل شوه.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته د دې پېښې په اړه وویل: "په خواشینۍ سره نن سهار اووه بجې او ۱۰ دقیقې د انعکاس ټلوېزیون خبریاله او مدني فعاله ملاله میوند چې د جلال‌اباد له درېیمې ناحیې څخه له خپل کوره د دندې پر لور تلله، له خپل موټر چلوونکي سره یوځای د ناپېژندو کسانو له لوري په ډزو سره په شهادت رسول شوې ده."

تر اوسه چا یا کومې ډلې د دې پېښې مسؤلیت نه‌دی اخیستی.

ویل کېږي ملاله میوند له شاوخوا اتو کلونو راهیسې له دې ټلوېزیون سره کار کاوه.

نوموړې داسې مهال وژل کېږي چې نږدې یوه میاشت مخکې په هلمند کې د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي د دې ولایت په مرکز لښکرګاه کې په یوه هدفي حمله کې ووژل شو چې عاملان‌یې تر اوسه نه‌دي معلوم.