ایران په یمن کې د امریکا پر سفیر بندیز لګولی

د ایران بیرغ

ایران په یمن کې د امریکا پر سفیر بندیز لګولی دی. دا کار يې د واشنګټن د هغه اقدام په غبرګون کې کړی چې د حوثي یاغیانو سیمې ته‌يې د ایران د استازي پر ضد بندیز لګولی.

حوثي یاغیان په یمن کې د حکومت پر وړاندې په جګړه بوخت دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ډسمبر په نهمه نېټه پر خپله وېب‌پاڼه ولیکل چې ایران پر کریسټوفر هینزل په یمن کې په بشري بحران کې د ده د رول په خاطر بندیز لګوي.

تهران دا پرېکړه یوه ورځ وروسته له هغه کړې چې امریکا د یمن حوثي یاغیانو ته د ایران پر استازي بندیز ولګاوه.

د ایران د بندیز په نتیجه کې به په دې هېواد کې د امریکا د سفیر هر ډول شتمنۍ کنګل شي، خو دا اقدام سمبولیک ګڼل کېږي.

د ایران د استازي حسن ایرلو پر وړاندې د بندیز د اعلان پر مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وویل چې د له حوثي یاغیانو سره د ایران ملاتړ په یمن کې جګړې ته لمن وهي او د دې هېواد ثبات له خطر سره مخامخ کوي.