د سلګونه امریکايي سرتېرو کورنیو افغانستان کې پر «MTN» شرکت عریضه کړې

د اېم ټي اېن شرکت نښان

د سلګونه امریکايي سرتېرو کورنیو د «MTN» شرکت پر وړاندې په محکمه کې عریضه کړې ده چې دغه شرکت په افغانستان کې له سخت دریځو ډلو سره مرسته کوي.

دوی د «MTN» شرکت د هغه استدلال په ځواب کې چې وايي دا قضیه باید په امریکا کې محاکمه نه‌شي، خپل اسناد وړاندې کړل. روېټرز خبري اژانس په دې اړه راپور ورکړی دی.

د راپور له مخې، عارضینو لومړی ځل د ۲۰۱۹م په ډسمبر میاشت کې محکمې ته مراجعه کړې وه. دوی ادعا کوي چې اېم ټي اېن شرکت په افغانستان کې د طالبانو او القاعده شبکې د ملاتړ په بدل کې پيسې ورکړي.

اېم ټي اېن چې د جنوبي افریقا تر ټولو لوی مخابراتي شرکت ګڼل کېږي، دغه تورونه رد کړي او د چهارشنبې په ورځ‌یې وویل چې د خپل دریځ دفاع کوي.

د امریکايي سرتېرو کورنیو په نویو اسنادو کې چې د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې محکمې ته وړاندې شول، استدلال کړی چې اېم ټي اېن دې په امریکايي محکمه کې ځواب ویلو ته اړ کړای شي.

د روېټرز راپور وايي چې دوی ویلي اېم ټي اېن تر ۱۰۰ میلیونه ډالرو زیات القاعده شبکې او طالبانو ته ورکړي چې د دې شرکت مخابراتي برجونه ونه‌نړوي.

په عریضه کې ویل شوي چې اېم ټي اېن خپل مخابراتي برجونه د شپې له‌خوا غیر فعاله کول چې په دې کار سره د امریکا استخباراتي عملیات مختل شوي.