نن د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په هدف د ملګرو ملتونو د ۱۶ ورځني کمپاین وروستۍ ورځ ده.
سږکال د دغه کمپاین تمرکز د قرنطین پر مهال د زیات شوي کورني تاوتریخوالي پر مخنیوي وو.
دا کمپاین په افغانستان کې هم عملي شو.
د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا کمپاینرې سمیرا حمیدي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په برخه کې افغان حکومت باید ښځو ته په ټولنه کې د فعالې ونډې اخیستلو زمینه برابره کړي.
اغلې حمیدي زیاتوي: "افغان حکومت باید په ځانګړې توګه په ولایتونو کې د ښځو وضعیت وارزوي او د دې ارزونې پر اساس لومړیتوبونه مشخص کړي چې په کومو برخو کې باید د ښځو لپاره کار وشي. په ولایتونو کې د مشرتابه، عدلي او قضايي، امنیتي، پوهنې او روغتیا په سکټور کې د ښځو حضور کم دی."
د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي کمپاین چې د نومبر میاشتې په ۲۵مه نېټه چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیواله ورځ ده، پیل شو او د بشري حقونو په نړیواله ورځ چې نن د ډسمبر په ۱۰مه ده، پای ته رسېږي.