افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د کرونا ویروس د دوهمې څپې خپرېدو ته په پام سره باید د ملي دسترخوان پروګرام تطبیق چټک شي چې بېوزله خلکو ته پر وخت مرستې ورسېږي.
له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ښاغلي غني د ملي دسترخوان په اړه د چهارشنبې په ماښام په غونډه کې وویل چې د دې برنامې په تطبیق کې ځنډ د کرونا ویروس د دوهمې څپې د خپرېدو د څرنګوالي د تحلیل له کبله رامنځته شوی.
اعلامیه زیاتوي چې د ملي دسترخوان پروګرام د هېواد په ۳۱ ولایتونو کې پیل شوی دی.
تر دې مخکې د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي رسنیو ته ویلي وو چې نړیوال بانک د ملي دسترخوان برنامه تمویلوي چې اصلي هدفيې له لوږې او بېوزلۍ او همداراز د کرونا ویروس د منفي اقتصادي اغېز سره مبارزه ده.
ولسمشر محمد اشرف غني د روان کال د چنګاښ په ۲۸مه نېټه په ټول هېواد کې له بېوزلو کسانو سره د مرستې لپاره د 'ملي دسترخوان' په نوم پروګرام اعلان کړ.
ټاکل شوې د ملي دسترخوان پروګرام تر ۴.۱۷ میلیونه کورنیو پورې ورسېږي چې له دې سره به شااوخوا ۹۰٪ افغانانو ته په دوو پړاوونو کې دا مرستې رسېږي.
د پروګرام له مخې په لومړي پړاو کې د ۸۶ میلیونه ډالرو په لګښت ۱۲۳ ولسوالۍ او په دوهم پړاو کې د ۱۵۸ میلیونه ډالرو په لګښت ۲۳۵ ولسوالۍ په پام کې نیول شوي.