روغتیا وزیر د کرونا د کنټرول لپاره افغان ولسمشر ته وړاندیزونه کړي

د افغانستان د عامې روغتیا وزیراحمد جواد عثماني

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر دغه هېواد کې د کرونا د دویمې څپې د کنټرول لپاره ولسمشر ته د ځینو بندیزونو وړاندیز کړی دی.

احمد جواد عثماني نن چهارشنبه(د لېندۍ۱۹مه) په ارګ کې د کرونا د دویمې څپې د مدیریت په نامه غونډه کې وویل، د ودونو پر صالونونو سربیره باید ورزشي کلپونه او حوضونه هم تر پسرلي پورې بند شي.

ښاغلي عثماني د فاتحې مراسمو، لوبغالو کې د نندارچیانو د محدودولو او د ماسک تړلو د جبري کېدو سپارښتنې هم وکړې.

د وزارت ویاند اکمل سمسور ازادي راډیو ته وویل، دوی دغه محدودیتونه ځکه پام کې نیولي چې دغه هېواد کې د ویروس خپرېدل او له کبله یې مړېنه زیاته شوې ده: "تېره اوونۍ چې ۴۸مه اوونۍ وه د کرونا مثبتې پېښې ۱۶۷۸ ته ورسېدې، دا شمېرې د ۴۷مې اوونۍ پرتله دوه سوه پېښې زیاتوالی ښيي."

ولسمشر په نننۍ غونډه کې ویلي چې دغه وړاندیزونه به دوو پړاوونو کې عملي شي او پر دې سربېره به د روغتیایي ادارو د وړتیا لوړولو ته هم کار کېږي.