د روسیې د پارلمان استازو جرګې د یوې لایحې وروستۍ بڼه تایید کړه

ارشیف، د روسیې پارلمان

د روسیې د پارلمان استازو جرګې د هغې لایحې وروستۍ بڼه تایید کړه چې پخوانیو ولسمشرانو ته په پراخه کچه د عمر تر پایه قضایي معافیت ورکوي.

د روسیې استازو جرګې یا دوما نن "د دسمبر په نهمه" دغه قانون ته د اساسي قانون د تعدیل د هغې طرحې له مخې رایه ورکړه چې سږ کال یوې ټولپوښتنه کې تایید شو.

په اساسي قانون کې دغه تعدیل اوسني ولسمشر ولادمیر پوتین ته شونې کړه چې تر ۲۰۳۶ کاله پورې واک کې پاتې شي.

د نوې لایحې له مخې، د دولت پخواني مشران او د کورنۍ غړي يې ټول عمر له قضایي تعقیبه بښل کېږي او څوک نه شي کولای چې هغوی ونیسي او یا یې توقیف او تعقیب کړي.

ډیمتري میدوېډېف د روسیې یوازنی ژوندی ولسمشر دی، نوموړی له ۲۰۰۸ نه تر ۲۰۱۲ کاله پورې ولسمشر و.