بلخ چارواکي وايي، چهاربولک کې ۷ پولیس طالبانو سره جګړه کې وژل شوي

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

چارواکي وايي، د بلخ چهاربولک ولسوالۍ کې ۷ پولیس له طالبانو سره جګړه کې وژل شوي دي.

د چهاربولک ولسوال ذبیح الله زاهد ازادي راډیو ته وویل، دغه پولیس تېره شپه په تیمورک سیمه کې هغه مهال ووژل شول چې طالبانو یې پر پوستې برید وکړ.

وژل شوي پولیس د مزار- شبرغان لویې لارې د قطعې سرتیري دي.

تېره ورځ دغه لویه لار د تیمورک په ساحه کې شااوخوا څلور ساعته د تګ راتګ په مخه بنده وه.

طالبانو تراوسه د دغې پیښې په اړه څه نه دي ویلي.

چهاربولک د مزار شریف ۳۰ کیلو متري واټن کې پرته ناامنه ولسوالۍ ده چې د ولسوال په خبره یې، نژدې نیمایي برخه یې له طالبانو سره ده.