په غزني کې د ملي اردو پر یوې اډې موټر بم برید شوی چې په کې ۳ سرتېري وژل شوي.
د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده ازادي راډیو ته وویل چې برید د شپې په دولسو بجو د اندړ ولسوالي په ملا نوح بابا سیمه کې شوی.
ښاغلي جمعه زاده زیاته کړه: "یو هاموې ټانک چې بېز ته نارسیده، غوښتل يې چې بیز ته ځان ورسوي، د بیداره امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري پېژندل شوی او وېشتل شوی دی، چې چاودنه یې کړې ده، په ترڅ کې یې زموږ درې تنه د املي اردو سرتېري په شهادت رسېدلي او دوه تنه ټپیان دي"
جمعه زاده وايي وسله والو طالبانو غوښتل چې دغه مرکز ته څېرمه د محمود ځنګل په سیمه کې د ملي اردو پر پوسته د مازدا موټر په واسطه یو بل برید هم وکړي، خو دغه موټر نه دی چاودلی او د ملي اردو لاس ته ورغلی دی.