د پاکستان په شمال لویدیځ کې یو خبریال د وسله والو کسانو له خوا په ډزو وژل شوی دی.
د پولیسو په خبره قیس جاوېد دوشنبه په دیره اسماعیل خان ښار کې هدف ګرځېدلی.
په دیره اسماعیل خان کې د پولیسو یوه لوړپوړي چارواکي فضل ربیع د ازادي راډیو مشال څانګې ته ویلي چې د دې پېښې په اړه څېړنې پيل شوي دي.
قیس جاوید له دریو کلونو راهیسې د "عهدنامه" په نوم یو انټرنېټي چینل چلاوه او تر هغه مخکې یې په جیونیوز کې کار کاوه.
قیس جاوېد د پاکستان د عیسوي لږکیو و او کورنۍ یې وایي چې له هیچا سره یې کومه دښمني نه درلوده.
پاکستان د خبریالانو لپاره یو له خطرناکو هېوادونو بلل کېږي.