راپور: پوتین ته په ساحلي ښار سوچي کې یو پټ دفتر جوړ شوی

پوتین

د روسیې د یوې رسنۍ په راپور کې ادعا شوې، چې کرملین ولسمشر ولادمير پوتین ته د تور سمندرګي په ساحلي ښار سوچي کې یو پټ دفتر جوړ کړی دی.

د پرو-یکت انلاین خپرونې د راپور له مخې، پوتین په وروستیو میاشتو کې بیا-بیا او په پټه دغه دفتر کارولی دی.

د دې خپرونې پرونی راپور د خپلواکو سرچینو له خوا نه دی تایید شوی، خو په کې راغلي، چې د کرملین ویاند دمیتري پیسکوف خپرونې ته د پوښتنو له ځواب ویلو ډډه کړې ده.

بلې انلاین خپرونې ډېلي سټورم بیا د پیسکوف خبرې رااخیستي چې دغه راپور یې د خندا وړ بللی او رد کړی یې دی.

خپرونې د کرملین د ویاند په حواله لیکلي، چې پوتین په مسکو کې کار کوي او کله- کله په کاري سفرونو ځي.