ارګ: د داعي وژونکي به ډېر ژر د قانون منګلو ته وسپارل شي

الیاس داعي

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، په هلمند کې د ازادۍ راډیو د خبریال محمد الیاس داعي په وژنه کې هغه کسان دخیل دي، چې تر دې مخکې یې هم د رسنیو همکاران یا خبریالان وژلي دي.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دوا خان مینه پال پرون ازادۍ راډیو ته وویل: "هغه شبکه چې د اجمل نقشبندي او عبدالصمد روحاني د قتل عاملان وو، دغې شبکې الیاس داعي هم شهید کړی او موږ تثبیت کړې، ډېر ژر به یې د قانون منګولو ته وسپارو."

ترجمان او د رسنیو همکار اجمل نقشبندي په ۲۰۰۷م کال او خبریال عبدالصمد روحاني په ۲۰۰۸م کال په هلمند کې ووژل شول.

که څه هم ښاغلي مینه پال په مشخص ډول ونه ویل، چې د محمد الیاس داعي په وژنه کې څوک لاس لري، خو تر دې مخکې ځینو امنیتي چارواکو د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا (نی) ته ویلي وو، په دې تړاو د طالبانو یو مهم غړی نیول شوی دی.

محمد الیاس داعي د نوامبر پر ۱۲مه په مرکز لښکرګاه کې ظاهراً د ده په موټر پورې د نښلول شوي ماین په چاودنه کې ووژل شو. ورور یې مجتبی محمدي له دوو نورو کسانو سره ټپي شو.