په افغانستان کې امریکایي ځواکونو د امریکا د براون او بوسټن پوهنتونونو له موندنو سره مخالفت څرګند کړ چې وایي، وروسته له هغه چې امریکا په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د افغانستان په جګړو کې نرمښت راوست د هوایي بریدونو له امله ملکي تلفات زیات شول.
په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند ډګروال سوني لګت په وټس اپ کې ازادي راډیو ته نن د سې شنبې (د لېندۍ ۱۸مه) په استولي پیغام کې وویل، دا څېړنه یو اړخېزه ده، په کې پر داسې معلوماتو تکیه شوې ده چې د بحث وړ دي، همدا راز هغو ملکي تلفاتو ته په کې اشاره نه ده شوې چې د طالبانو او داعش له لوري اوښتې دي.
د براون او بوسټن پوهنتونونو موندنې چې پرون خپرې شوې ښیې چې په۲۰۱۶ میلادي کال کې د هوایي بریدونو پر مهال ۲۵۰ تنه ملکيان وژل شوي وو او په ۲۰۱۹ میلادي کال کې دا شمېره ۷۰۰ ته لوړه شوه .