روغتیا وزارت: تېره اوونۍ کرونا د ۱۱۳ افغانانو ژوند اخېستی

پر کرونا اخته ناروغان

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د کوویډ-۱۹ ناروغۍ د تلفاتو د زیاتیدو خبر ورکوي.

د دې وزارت مرستیال ویاندې معصومې جعفري نن د سې شنبې (د لېندۍ ۱۸مه) ازادي راډیو ته وویل: "په وروستیو اونیو کې د کووېډ- نولس ناروغۍ له امله د تلفاتو شمېرې لوړې شوې دي. په تېره یوه اوونۍ کې کوویډ نولس ناروغۍ په ټول هېواد کې د یوسل او دیارلس کسانو ژوند اخېستی دی."

د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۳۰ کسان په کرونا اخته شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې په کوویډ نولس ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۴۸ زرو واوښت.