هلمند کې له سلو زیاتې مېرمنې د سولې غوښتونکي شول

د هلمند د ۱۳ ولسوالیو او مرکز لښکرګاه تر سلو ډېرو مېرمنو چې د حکومت یا طالبانو په لیکو کې یې د کورنۍ غړي وژل شوي، نن سې شنبه(د لېندۍ ۱۳مه) د اوربند غوښتنه وکړه.

د دې غونډې یوه تنظیمونکي، د ژورنالېستانو د دفاع کمېټې مسؤل عبدالمعید هاشمي ازادي راډیو ته وویل: "د خبریال شهید الیاس داعي د درنې مورجانې په مشرۍ په لښکرګاه کې د غونډې برخه والو د جګړې پر ښکېلو لوریو غږ وکړ چې جګړه بنده کړي او دایمي اوربند وکړي."

د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي د نوومبر په دولسمه په لښکرګاه کې د ده پر موټر د وصل شوي مقناطیسي ماین په چاودنه کې ووژل شو.

دا لومړی ځل دی چې په هلمند کې په دې شمېر ښځې راغونډېږي او د سولې لپاره غونډه کوي.