هغه امریکايي پیلوټ چې د غږ تر سرعته یې الوتکه تیزه چلولې وه ومړ

چاک ییگر

د امریکا د متحد ایالتونو هغه پیلوټ چې د لومړي ځل لپاره یې څه باندې اویا کاله مخکې د غږ تر سرعت الوتکه تېزه چلولې وه د اووه نوي کلونو په عمر ومړ.

د چاک ییګر مېرمنې ویکتوریا ییګر په ټویټر کې پرون ولیکل چې په خواشینۍ سره د دې میړه د شپې تر نهو بجو مخکې ساه ورکړه.

ییګر د نړیوالې دوهمې جګړې پرمهال پیلوت و. ده په ۱۹۴۷میلادي کال کې د لومړي ځل لپاره د "بېل ایکس یو" اکتشافي الوتکې په مرسته د غږ سرعت مات کړ او په یو ساعت کې یې ۱۲۲۵ کیلومتره واټن وواهه.

هغه وخت ییګر ۲۴ کلن و.

ییګر بیا څو ځله نور تر غږ تیزې الوتنې وکړې چې له دې سره یې د امریکا فضایي پروګرام ته لار پرانېسته.